هند په افغانستان کښې د نري رنځ درملنه کوي
Apr 15, 2026 12:00 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی هندوستان ویلي چې له نري رنځ یا ټي بي سره د مبارزې لپاره یې ۱۳ ټنه واکسن افغانستان ته لیږلي دي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هیواد د نري رنځ ناروغۍ ۱۳ ټنه واکسن او اړونده تجهیزات افغانستان ته د مرستې په توګه ورکوي.
د هند د خارجه وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن وویل چې دغه مرسته د طالبانو طالبانو روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.
هغه د دغو مرستو موخه «د نري رنځ په وړاندې د افغانستان د ماشومانو د خوندي کولو د پروګرام پياوړتیا» بللې ده.
ټیګونه