کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر افغانانو، خاورې او ملي تاسیساتو د پاکستان پوځي بریدونه وڅېړي او مخه یې ونیسي.
کرزي د غويي په ۷مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په کونړ او سپین بولدک کې د پاکستان په راکټي بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او ښوونیز بنسټونه یې زیانمن کړي دي.
نوموړي ویلي: «زه دا بریدونه په کلکو ټکو غندم او دا د پاکستان د هغې پالیسۍ برخه بولم چې غواړي په افغانستان کې د تعلیم او ترقۍ ریښه وچه کړي.»
پخواني افغان ولسمشر زیاته کړې چې له دې وړاندې هم کرښې ته څېرمه سیمو کې د ورته بریدونو له امله ماشومان له زدهکړو پاتې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پر کونړ د پاکستان په بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او د ښځو، ماشومانو او محصلینو په ګډون څه باندې ۴۰ کسان ژوبل دي.