د افغانستان ښوونځي او روغتونونه له ښځو په خالي کیدو دي
یونیسف خبر ورکړی چې افغانستان به د ښځینه معلمانو او درملیز سټاف په برخه کښې د ۲۵ زره ځواکونو له کمي سره مخامخ شي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، یونیسف خبرداری ورکړی چې که محدودیتونه دوام وکړي نو تر ۲۰۳۰ کاله پورې به افغانستان د ښځینه معلمانو او میډیکل سټاف په برخو کښې د ۲۵ زره کارکوونکو له کمي سره مخامخ شي.
طالبانو له تیرو څلورو کالو راهیسې د افغانستان ښځې او جینکۍ له زده کړې بې برخې کړې دي او لامل شوي چې له پوهنتون څخه د درملنې د سټاف خروجي په ټپه اودریږي.
یونیسف ټینګار کړی چې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړې پاتې شوې دي او که دا بهیر دوام وکړي نو له ابتدايي زده کړو پورته څه باندې دوه میلیونه نجونې به له تعلیمه پاتې شي او د دغه تعلیمي محدودیتونو د لغو کیدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه ارګان وویل چې موجوده بحران، ماشومان له زده کړې او درملیزو خدماتو بې برخې کړي او په متخصصو ښځو پورې اړونده ابتدايي خدمات او اقتصاد یې کمزوری کړی دی، همداشان په ۲۰۲۳ کال کښې په حکومتي ارګانونو کښې د میرمنو ونډه یې له ۲۱ فیصدو نه په ۲۰۲۵ کال کښې ۱۷.۷ فیصدو ته کمه کړې ده.