له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172434-له_ګاونډیو_هېوادونو_څخه_۵۵۱۳_افغانان_بېرته_خپل_هېواد_ته_ستانه_شوي
له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو لړۍ روانه ده چې نن شنبه، د غويي په ۱۲مه، ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
(last modified 2026-05-02T08:01:50+00:00 )
May 02, 2026 11:52 Asia/Kabul
  • له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو لړۍ روانه ده چې نن شنبه، د غويي په ۱۲مه، ۵۵۱۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ویل کېږي چې په دې ډله کې له زرو څخه زیاتې کورنۍ شاملې دي.له دې وړاندې هم شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستنې شوې وې چې دا د بېرته راستنېدو د دوامداره بهیر ښکارندویي کوي. د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې ۱۱سلنه راستنېدونکي کار لري.همدارنګه، ملګروملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام په وینا، د دې ستر شمېر راستنېدو له امله د افغانستان نفوس نږدې ۱۰سلنه زیات شوی چې دا د هېواد پر اقتصادي، ټولنیزو او خدماتي سکتورونو باندې پراخ فشارونه اچوي. کارپوهان وايي چې د کډوالو دا چټک او پراخ بېرته راستنېدل به د کارموندنې، هستوګنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې جدي ننګونې رامنځته کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره لا ډېرو همغږو هڅو ته اړتیا ده.