د افغانستان د مطبوعاتو د آزادئ ورځ دې پر ټولو بختوره وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172474-د_افغانستان_د_مطبوعاتو_د_آزادئ_ورځ_دې_پر_ټولو_بختوره_وي
.د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیت فشارونه او محدودیتونه زیات شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ د نقض پېښې مخ پر زیاتېدو دي.
(last modified 2026-05-03T08:03:21+00:00 )
May 03, 2026 12:24 Asia/Kabul
  •  د افغانستان د  مطبوعاتو د آزادئ ورځ دې پر ټولو بختوره وي

.د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیت فشارونه او محدودیتونه زیات شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ د نقض پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

زمونږخبریال راپور راکړ، نن  د مې درېیمه ده او د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ په افغانستان کې په داسې مهال را رسېږي چې په وروستیو کلونو کې پر رسنیو او د خبریالانو پر ازاد فعالیت سخت سانسور لګول شوی او په ز نږدې پنځو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله نیول شوي او بندي شوي دي.د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیت فشارونه او محدودیتونه زیات شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ د نقض پېښې مخ پر زیاتېدو دي.دغه مرکز په خپل تازه راپور کې د افغانستان د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.دې بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې راهیسې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو بهیر، سانسور او پر خبریالانو امنیتي فشارونه زیات شوي او د هغوی کاري چاپېریال لا ستونزمن شوی دی.د وړاندې شویو شمېرو له مخې، دغه مرکز په تېر یو کال کې د رسنیو د ازادۍ شاوخوا ۱۵۰ د نقض پېښې ثبت کړې دي، چې په کې ۱۲۷ د ګواښ پېښې او ۲۰ د خبریالانو د نیولو پېښې شاملې دي.په راپور کې همدارنګه یادونه شوې چې د د افغانستان ملي راډیو او تلویزیون دوه کارکوونکي د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.په همدې حال کې ښځینه خبریالانې هم، د امنیتي ګواښونو تر څنګ، د تګ راتګ محدودیتونو او په کاري چاپېریال کې له جوړښتي خنډونو سره مخ دي.له بلې خوا یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان د ازادۍ د ساتنې او له ژورنالیزم څخه د «سولې د ستنې» په توګه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم په خپل پیغام کې ویلي چې ټولې ازادۍ د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې دي، خو دا ازادي د نړۍ په هر ګوټ کې تر برید لاندې ده.د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د نومولو موخه دا ده چې د نړۍ په کچه د رسنیو د ازادۍ وضعیت وارزول شي، د رسنیو له خپلواکۍ دفاع وشي او هغو خبریالانو ته درناوی وشي چې د معلوماتو د رسولو په لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.