طالبانو په پاکستان کښې د یو دیني عالم وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172606-طالبانو_په_پاکستان_کښې_د_یو_دیني_عالم_وژله_وغندله
پارس ټوډی- د طالبانو ویاند په پاکستان کښې د حقانیه دارالعلوم د شیخ الحدیث استاد وژله وغندله.
(last modified 2026-05-06T09:15:28+00:00 )
May 06, 2026 13:44 Asia/Kabul
  • طالبانو په پاکستان کښې د یو دیني عالم وژله وغندله

پارس ټوډی- د طالبانو ویاند په پاکستان کښې د حقانیه دارالعلوم د شیخ الحدیث استاد وژله وغندله.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، طالبانو پرون د پاکستان په اکوړه خټک کښې د حقانیه دارالعلوم د حدیثو په استاد «مولانا ادریس» باندې حمله په سختو ټکیو وغندله.

د جیو نیوز د رپورټ له مخې، دغه پاکستاني عالمِ دین پرون سهار وختي د خیبرپښتونخوا په چارسده سیمه کښې د وسله والې حملې هدف وګرځیده او دوه ملګري یې هم زخمي شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت دغه برید په کلکو ټکیو غندي او د علمای کرامو شهیدول د اسلام او عالمانو د دښمنانو کار ګڼي.

تراوسه هیڅ ډلې د دغه ټرور مسئولیت نه دی منلی