جرمني له طالبانو سره د اړیکو عادي کیدل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172610-جرمني_له_طالبانو_سره_د_اړیکو_عادي_کیدل_رد_کړل
د جرمني د خارجه وزارت ویاند ویلي چې د طالبانو په وړاندې د دې هیواد په سیاست کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
(last modified 2026-05-06T09:20:52+00:00 )
May 06, 2026 13:48 Asia/Kabul
  • جرمني له طالبانو سره د اړیکو عادي کیدل رد کړل

د جرمني د خارجه وزارت ویاند ویلي چې د طالبانو په وړاندې د دې هیواد په سیاست کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د جرمني او طالبانو د اړیکې د ښه کیدو له خبرونو سره هممهاله، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارټین ګیزه ویلي چې له طالبانو سره اړیکه به تر تخنیکي سویې پاتې شي.

له دې مخکښې ویل شوي وو چې په برلین کښې د افغانستان کنسولګري د طالبانو سفارتکارانو ته سپارل شوې او دې خبرې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د سمیدو په هکله ګونګوسې پیاوړې کړې وې.

په داسې حال کښې چې تراوسه له روسیې پرته د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، ګیزه هم ویلي چې په کابل کښې د جرمني د سفارت د بیرته خلاصولو په هکله هیڅ فیصله نه ده شوې.

طلوع نیوز لیکلي چې له طالبانو سره د جرمني او نورو اروپايي هیوادونو صلاح مشورې، یوازې د کډوالو او افغانستان ته د هغوي د ستنیدو تر موضوع محدودې دي.