طالبان: ټولو ښاریزو ته بې له تبعیضه امنیتي خدمات ورکول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172612-طالبان_ټولو_ښاریزو_ته_بې_له_تبعیضه_امنیتي_خدمات_ورکول_کیږي
پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ تبعیض قائل نه دي او ټول خلک به له یوبرابر امنیته برخمن شي.
(last modified 2026-05-06T09:23:44+00:00 )
May 06, 2026 13:50 Asia/Kabul
  • طالبان: ټولو ښاریزو ته بې له تبعیضه امنیتي خدمات ورکول کیږي

پارس ټوډی- طالبانو ویلي چې د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ تبعیض قائل نه دي او ټول خلک به له یوبرابر امنیته برخمن شي.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالمتین قانع» د افغانستان ټولو خلکو ته د پراخو او بې تبعیضه امنیتي خدماتو د ورکولو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې پولیس ځواکونه په ټول افغانستان کښې د امنیت د تامینولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.

قانع د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن له مشر«محمدعلی اخلاقي»  او د دغه کمیشن له غړو سره په کتنه کښې د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت تګلارې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې وزارتخانې مسئولان او د پولیسو ځواکونه په پوره توان سره د ټولو قومونو او مذهبونو لپاره د پایداره امنیت د ټینګښت په لړ کښې فعالیت کوي.

په دغه کتنه کښې د افغانستان د شیعیانو د عالي کمیشن غړو هم له نظام او امنیتي مسئولانو د ملاتړ په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې په مختلفو برخو په تیره بیا د امنیت په تامین کښې به له پولیسو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

حاضرینو د دغې غونډې په باې کښې د افغانستان د اقوامو ترمینځ د ملي یووالي او پيوستون په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان د خدمت په لړ کښې یې د همکاریو په دوام د نظر اتفاق درلود.