په افغانستان کښې ګڼ شمیر ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته درې اتیا سلنه ماشومان په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
په راپور کې د دغې ستونزې د کنټرول پر وړاندې کمزوری راپور ورکول، سرحدي محدودیتونه او د بودجې کمښت له مهمو ننګونو څخه یاد شوي دي.
د راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د شدیدې کمزورۍ کچه د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له نهه اعشاریه شپږ سلنې څخه د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې اته اعشاریه پنځه سلنې ته راکمه شوې ده.
خو لا هم د افغانستان په لسو ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه تر لس سلنې لوړه راپور شوې، چې ډېری پېښې یې په هلمند او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.