امریکا وایي د افغانستان امنیتي بدلونونه په دقت سره څارو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172942-امریکا_وایي_د_افغانستان_امنیتي_بدلونونه_په_دقت_سره_څارو
د سنتکام قوماندان وویل: افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه پکې څارو.
(last modified 2026-05-16T01:33:52+00:00 )
May 16, 2026 06:00 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د امریکا د ترهګر فوځ قومندان برد کوپر
    په سیمه کې د امریکا د ترهګر فوځ قومندان برد کوپر

د سنتکام قوماندان وویل: افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه پکې څارو.

«برد کوپر»، د امریکا د مرکزي ترهګریزو ځواکونو قوماندان (سنتکام) اعلان کړی چې واشنګتن لا هم د افغانستان امنیتي بدلونونه او د ترهګریزو ډلو فعالیتونه په دقت سره څاري.

هغه د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو کمیټې  په غونډه کې وویل افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې ترهګریز فعالیتونه پکې په دوامداره توګه څارل کیږي.

کوپر دا څرګندونې د امریکايي سناتور «جیم بنکس» د پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو احتمال په افغانستان کې مطرح کړ.

په سیمه کې د امریکايي ترهګرو قوماندان وویل: «افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو د څارنې په برخه کې زموږ د تدابیرو په سر کې دی. موږ د سیمې له هیوادونو سره د مختلفو همکاریو له لارې ګواښونه ځپوو او حالات په بشپړ دقت سره تعقیبوو.»