د ایران او طالبانو چارواکو د آمایش کارډ لرونکو د بیمې په هکله خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173070-د_ایران_او_طالبانو_چارواکو_د_آمایش_کارډ_لرونکو_د_بیمې_په_هکله_خبرې_اترې_وکړې
په ایران کښې د طالبانو سفیر د ایران د خارجه وزارت د بهرنیو وګړو د مرکز له قائم مقام سره ملاقات کړی او د کډوالو د بیمې په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2026-05-19T02:58:41+00:00 )
May 19, 2026 07:25 Asia/Kabul
  • د ایران او طالبانو چارواکو د آمایش کارډ لرونکو د بیمې په هکله خبرې اترې وکړې

په ایران کښې د طالبانو سفیر د ایران د خارجه وزارت د بهرنیو وګړو د مرکز له قائم مقام سره ملاقات کړی او د کډوالو د بیمې په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، تهران کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر فضل محمد حقاني د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د مرکز له مرستیال مشر سید تقي قائمي سره وکتل.

په دغه کتنه کښې دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو په تیره بیا د آمایش کارډ د لرونکو لپاره د درملیزې بیمې د ورکړې د طریقې په هکله د نظر تبادله وکړه.

افغان کډوال چې په ایران کښې قانوني اقامت لري، د روغتیا او درملنې په شمول له مختلفو خدماتو برخمن دي.

ایران په کراتو ویلي دي چې مهاجرت باید په قانوني بڼه وي ترڅو مهاجران له ټولو خدماتو برخمن شي.