مونږ ثابته کړې چې خاوره مو د ایران خلاف نه کارول کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173458-مونږ_ثابته_کړې_چې_خاوره_مو_د_ایران_خلاف_نه_کارول_کېږي
ملامحمد یعقوب مجاهد د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه تیره سه‌شنبه ماسکو ته تلی دی
(last modified 2026-05-28T01:05:23+00:00 )
May 28, 2026 05:31 Asia/Kabul
  • مونږ ثابته کړې چې خاوره مو د ایران خلاف نه کارول کېږي

ملامحمد یعقوب مجاهد د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه تیره سه‌شنبه ماسکو ته تلی دی

د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد په ماسکو کې د ایران د ملي امنیت شورا له مرستیال علي باقري سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان خاوره او فضايي حریم هېڅکله د ایران پر ضد نه دی کارول شوی، او د دوی حکومت دا موضوع د امریکا او ایران د وروستۍ جګړې پر مهال ثابته کړې ده.

دواړو لورو پرون چهارشنبه په ماسکو کې د نړۍ د جګپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د ایرنا خبري اژانس د رپورټ له مخې، علي باقري یعقوب مجاهد ته ویلي، امریکا او اسرائیل د سیمې د هېوادونو «ګډ دښمنان» دي.

باقري همداشان وویل: د بهرنیو ځواکونو مداخله په سیمه کې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دی، او یوازې د سیمې هېوادونه حق لري چې د خپلو امنیتي او برخلیک ټاکونکو مسئلو په اړه پرېکړه وکړي.

رپورټ زیاتوي چې یعقوب مجاهد هم په دې لیدنه کې د امریکا او اسرائیلو د وروستیو پوځي اقداماتو او د معظم رهبر آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د شهادت له امله یې له ایران سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

یعقوب مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره، فضا او پولې هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې، او کابل دا موضوع د ایران په وروستۍ جګړه کې په عملي ډول ثابته کړې ده.

ایرنا لیکلي چې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه او د سرحدي امنیت پیاوړتیا هم د دواړو لورو د خبرو مهم محورونه وو.

یاده دې وي چې ملامحمد یعقوب مجاهد د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه تیره سه‌شنبه ماسکو ته تلی دی.