ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173836-ملګري_ملتونه_یوازې_۳۳_سلنه_افغانان_برېښنا_لري
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک د برېښنا اسانتیا لري، او په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.
(last modified 2026-06-06T07:46:55+00:00 )
Jun 06, 2026 12:14 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک د برېښنا اسانتیا لري، او په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.

د راپور له مخې، افغانستان له لسیزو جګړو وروسته لا هم د انرژۍ له پلوه د نړۍ له هغو هیوادونو شمېرل کېږي چې ډېر لږ وګړي یې برېښنا لري.

یاد بنسټ ویلي چې د افغانستان د هر وګړي د انرژۍ کلنی مصرف شاوخوا ۷۰۰ کیلوواټه ساعته دی، چې د نړیوال اوسط له پرتلې نژدې ۳۰ برابره کم دی او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه په ګوته کوي.

د ملګروملتو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې پاکې انرژۍ ته لېږد یوازې د ککړتیا د کمولو موضوع نه ده، بلکې د خلکو له ژوند، معیشت او انساني کرامت سره مستقیم تړاو لري.

د راپور له مخې، په ګڼو کلیوالو سیمو کې ښځې لا هم د سون‌توکو او خشاک د برابرولو لپاره اوږده مزلونه کوي.