له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
په تهران کې د افغانستان سفارت پرون مازدیګر د ټولنیزو چینلونو له لارې په یوه پیغام کې وئيلي دي؛د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې او په تهران کې د افغانستان د سفارت د هڅو له مخې، ۴۰۸ افغان بندیان چې د بند سزا ورباندې لګېدلې وه، د هویّت له تثبیت وروسته په یو لړ رسمي مراسمو کې افغانستان ته ولېږدول شول.
په دغه پیغام کې راغلي دي ،؛دا له ایران څخه افغانستان ته د بندیانو د لېږد د یوولسم پړاو لومړۍ مرحله ده. تر دې وړاندې هم سلګونه افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي وو، څو د خپل بند سزا پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.
افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
تر دې وړاندې په ایران کې د افغان بندیانو شمېر کابو ۶ زره تنه اعلان شوی و.
څه موده مخکې د ایران او افغانستان مسئولینو په یوه ګډې غونډې کې ټینګار کړی و چې له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد بهیر باید لا اسانه او چټک شي.