امریکا یو شمېر افغان کډوال مرکزي افریقا ته ولېږل
فرانس پرس خبري آژانس د جمعې په ورځ د الوتنو د معلوماتو او د یوه وکیل له قوله راپور ورکړی چې یوه امریکايي الوتکه، چې له امریکا څخه ایستل شوي افغان کډوال یې لېږدول، د مرکزي افریقا پر لور روانه شوې ده.
فرانس پرس خبري آژانس د جمعې په ورځ د الوتنو د معلوماتو او د یوه وکیل له قوله راپور ورکړی چې یوه امریکايي الوتکه، چې له امریکا څخه ایستل شوي افغان کډوال یې لېږدول، د مرکزي افریقا پر لور روانه شوې ده.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د «ICE Flight Tracking» معلومات، چې د «Human Rights First» په نوم د بشري حقونو یوې غیرانتفاعي ادارې پورې تړاو لري، ښيي چې دغه الوتکه د پنجشنبې په شپه د امریکا د لوزیانا ایالت له الکساندریا ښار څخه الوتلې او ټاکل شوې ده چې په غنا کې هم تم شي.
امریکایي د کډوالۍ وکیلې آلما ډېوېډ ویلي چې لا روښانه نه ده چې په غنا کې به څوک له الوتکې ښکته شي او که ټول ایستل شوي کډوال به د مرکزي افریقا جمهوریت ته انتقالېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر وړاندې خپلې تګلارې سختې کړې دي او حتی هغه کسان یې هم ایستلي چې قانوني ملاتړ یې درلود.