محمد اشرف غني: د عبدالاحد مومند ناڅاپي مړینې ودردولم
Jun 22, 2026 07:32 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني، د لومړني افغان ستورمزلي، عبدالاحد مومند، پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه ناڅاپي مړینې سخت دردولی دی.
اشرف غني ویلي، مومند افغانستان له فضا څخه نړۍ ته ور وپېژاند او د افغان هویت ترڅنګ یې د اسلام استازیتوب هم وکړ.
عبدالاحد مومند د سرطان ناروغۍ له امله د ۶۷ کلونو په عمر په جرمني کې ومړ. نوموړی لومړنی افغان و چې فضا ته یې سفر وکړ او شاوخوا نهه ورځې یې د «میر» فضايي تمځای کې تېرې کړې.
ټیګونه