یونیسف: په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174412-یونیسف_په_افغانستان_کې_د_خوارځواکو_ماشومانو_ملاتړ_ته_دوام_ورکوو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
(last modified 2026-06-22T03:07:25+00:00 )
Jun 22, 2026 07:35 Asia/Kabul
  • یونیسف: په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.

یونیسف په یوه خپاره کړي پیغام کې د «هانیه» په نوم د یوې ماشومې بېلګه یاده کړې چې د خوارځواکۍ له امله کمزورې شوې وه، خو د درملیزو خوړو له کارونې وروسته یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

دغه بنسټ وایي، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ زرګونه خوارځواکي ماشومان د درملنې او تغذیې له مرستو برخمن شوي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې خوارځواکي لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او بېوزلي، د خوړو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی یې مهم لاملونه دي.