افغان حکومت له درستو اسلامی  او نړیوالو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174868-افغان_حکومت_له_درستو_اسلامی_او_نړیوالو_هیوادونو_سره_ښې_اړیکې_غواړي
مولوي متقي ویلي چې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیتونه د پام وړ دي او  باید له دغو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي.
(last modified 2026-07-04T11:53:45+00:00 )
Jul 04, 2026 16:20 Asia/Kabul
  • افغان حکومت له درستو اسلامی  او نړیوالو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي

مولوي متقي ویلي چې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیتونه د پام وړ دي او  باید له دغو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي چې د حضرت  امام خامنه اي د جنازې په دستورو کې د ګډون لپاره ایران ته  راغلی، په تهران کې ئې د بنګلدېش د پارلمان له مشر حافظ‌الدین احمد سره لیدلي دي.

زمونږ خبریال راپور راکړی،  د افغانستان د د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغې لیدنې کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو د ودې په اړه خبرې شوې دي.

مولوي متقي ویلي چې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیتونه د پام وړ دي او  باید له دغو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي.

له بلې خوا د بنګلدېش د پارلمان مشر هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو بیاپیل او پراختیا د دواړو لورو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.