اوچا: د افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174972-اوچا_د_افغانستان_د_بشري_مرستو_لپاره_۳۵_میلیونه_ډالر_ځانګړي_شول
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو لپاره یې ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
(last modified 2026-07-08T01:22:45+00:00 )
Jul 08, 2026 05:50 Asia/Kabul
  • اوچا: د افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو لپاره یې ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

د اوچا په وینا، دغه بودجه به د همکارو بنسټونو له لارې تر ټولو زیانمنو او اړمنو کسانو ته ورسېږي او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به وکارول شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.