طالبانو له مرستندویانو وغوښتل چې بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175246-طالبانو_له_مرستندویانو_وغوښتل_چې_بنسټیزو_پروژو_ته_لومړیتوب_ورکړي
د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د خوراکي مرستو پر ځای بنسټیزو او وقایوي پروژو ته ډېره پاملرنه وکړي.
(last modified 2026-07-17T01:29:22+00:00 )
Jul 17, 2026 05:58 Asia/Kabul
  • طالبانو له مرستندویانو وغوښتل چې بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړي

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې له مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د خوراکي مرستو پر ځای بنسټیزو او وقایوي پروژو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د دغې ادارې رییس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان له رییسې میا پارک سره په لیدنه کې ویلي، که څه هم خوراکي او غیرخوراکي مرستې مهمې دي، خو بنسټیزې پروژې دوامدارې پایلې لري.

ترابي ټینګار کړی چې وقایوي پروژې باید د دې ادارې له همغږۍ سره پلې شي، ځکه د خطر سره مخ سیمې مخکې له مخکې ارزول شوې دي.

په ورته وخت کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان رییسې ویلي، دغه سازمان په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۳ پروژې پلې کړې دي چې ۹۰ سلنه یې د پېښو سره د مبارزې ادارې له پلانونو سره سمې وې.

دواړو لورو همداراز د طبیعي پېښو پر مهال د چټک غبرګون لپاره د رضاکارانو د روزنې او تجهیز پر پروګرام خبرې کړې دي.