ایران د افغانستان له سېلاب ځپلو سره فوری مرستې کوي
Jul 22, 2026 14:10 Asia/Kabul
د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ورښتونو او سیلاب له امله په سلګونو کورنئ له ډیرو ستونزو سره مخ شوي چې د ایران اسلامی جمهوریت سفارت له غمځپلو سره د فوري مرستو ژمنه کړې ده.
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د نورستان والي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سېلاب ځپلو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.هغه وویل، ډېر ژر به د ایران د خلکو او مرستندویانو مرستې سېلاب ځپلو ته ورسېږي.د نورستان والي زینالعابدین عابد د ایران له خوا د خواخوږۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د سېلاب له امله د پارون په ښار کې ۳۳ کسان نادرکه شوي وو چې د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي دي.د وروستیو معلوماتو له مخې، دغه سېلابونو په نورستان کې د ځاني زیان ترڅنګ میلیونونه ډالره مالي زیانونه هم اړولي دي.
ټیګونه