د ملګرو ملتواستازې دې نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي
په قطر کې د افغانستان د طالبانو سفیر د ملګرو ملتو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې وغوښتل چې نړۍ ته د افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو څوکۍ ته د کابل نوماند استازي سهیل شاهین، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او له هغې ئې وغوښتل چې د افغانستان د واقعي وضعیت په پام کې په نیولو سره دې، د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر د رباب فاطمې ټاکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه یو مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه بنګلدېشۍ ډیپلوماټه به د افغانستان د دیني او فرهنګي ارزښتونو په پام کې په نیولو سره، د موجودو ستونزو د حل او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
سهیل شاهین له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل: «هیله لرو چې د ملګرو ملتو نوې استازې د افغانستان د دین، کلتور او واقعي وضعیت په رڼا کې د هېواد د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د لا زیات تفاهم زمینه برابره کړي، نړۍ ته د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي او په پای کې د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتو کې د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.
له دې وروسته چې طالبان په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې بېرته په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د افغانستان طالب حکومت سهیل شاهین د ملګرو ملتو لپاره د خپل استازي په توګه معرفي کړ، خو د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلې د اعتبارلیکونو کمېټې تر اوسه د دې څوکۍ د سپارلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
ځینې څارونکي په دې باور دي چې د ټولشموله حکومت جوړول، د ښځو او نجونو حقونه، او د طالبانو نړیوالې ژمنې هغه مهم عوامل دي چې د طالبانو د استازي د رسمیت پېژندنې او د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه د پرېکړې پر بهیر اغېزې لري.