په بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176144-په_بدخشان_کې_ترافیکي_پېښې_دوه_کسان_وژلي
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د فیض‌اباد ـ کشم پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
(last modified 2026-08-05T09:39:32+00:00 )
Aug 05, 2026 14:08 Asia/Kabul
  • په بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي

د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د فیض‌اباد ـ کشم پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې قربانیان رجب او خضرنظر، د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي، وو چې د یادې ترافیکي پېښې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کامګار زیاته کړې چې رجب په دې وروستیو کې د فاریاب پوهنتون څخه فارغ شوی و او د کور پر لور د ستنېدو پر مهال په دې ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.