افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176674-افغانستان_ازبکستان_او_چین_د_سوداګریزو_اړیکو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخان‌دریا او چین  سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
(last modified 2026-08-16T09:01:55+00:00 )
Aug 16, 2026 13:29 Asia/Kabul
  • افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخان‌دریا او چین  سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، کابل چمتو دی چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو پانګونې جذب کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌اوف، د چین د ولسي جمهوریت د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌ بیک قاسیموف، د بلخ والي محمدیوسف وفا، په تاشکند کې د سرپرست حکومت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت او د افغانستان د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له منځنۍ اسیا او چین سره د نویو ترانزیټي دهلېزونو پر جوړولو، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د نویو پانګونېزو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.