په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه نیول شوي کارکوونکي خوشې شول
ملګرو ملتونو پرون د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي، چې څه باندې یوه اونۍ مخکې نیول شوي وو، خوشي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (UNAMA) د معلوماتو له مخې، دا دوه افغان کارکوونکي په روانه اګست میاشت کښې په هرات ولایت کې نیول شوي وو، خو افغان چارواکو د هغوی د نیول کېدو لپاره کوم دلیل نه و وړاندې کړی.
د یوناما یوه ویاند فرانس پریس ته ویلي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دوه ملي کارکوونکي، چې په هرات ولایت کې د سرپرست حکومت له خوا څه باندې یوخ اونۍ مخکې نیول شوي وو، نن سهار خوشې شول.»
هغه زیاته کړې چې د دواړو کارکوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی او د معلوماتو له مخې، پر هغوی لګېدلي تورونه هم بېرته اخیستل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې د روغتیا، بشري مرستو او نورو برخو کې فعالیت کوي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ شوی او په همدې موده کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو هم پر هېواد اضافي فشارونه زیات کړي دي.
د یوناما ویاند له افغان چارواکو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو درناوی وکړي او په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنیت او د تګ راتګ ازادي خوندي کړي.