ملګرو ملتو د افغانستان د برېښنا پر ځان‌بسیاینې نسخه وړاندې کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177082-ملګرو_ملتو_د_افغانستان_د_برېښنا_پر_ځان_بسیاینې_نسخه_وړاندې_کړه
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا د برېښنا له بحران څخه د افغانستان د وتلو لاره ده.
(last modified 2026-08-24T09:32:05+00:00 )
Aug 24, 2026 13:57 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو د افغانستان د برېښنا پر ځان‌بسیاینې نسخه وړاندې کړه

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا د برېښنا له بحران څخه د افغانستان د وتلو لاره ده.

 د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي چې نوي کېدونکې انرژي افغانستان ته د برېښنا د دوامدار لاسرسي لپاره حل‌لاره ده.

افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او دغه هېواد په کال کې یوازې د اصفهان د فولادو د تولیدي برېښنا په اندازه، یعنې زر مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ویلي چې د لمر او باد په څېر د نوي کېدونکو انرژیو پراختیا په افغانستان کې برېښنا ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره له تر ټولو عملي او دوامدارو حل‌لارو څخه یوه ده.

#افغانستان

#برق