طالبانو ایران ته د افغان کډوالو د ناقانونه تګ مخه ونیوله
Sep 19, 2026 15:25 Asia/Kabul
د نیمروز پولیسو ویلي چې ایران ته یې د ۱۸ افغان کډوالو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده.
د فارس خبري د راپور له مخې، د نیمروز ولایت د پولیسو قوماندانۍ چارواکو د «ګنګ» ولسوالۍ کې د انسانانو د قاچاق د ۳ قاچاقبرانو د نیولو او پېژندلو خبر ورکړی دی.
طالبانو ویلي چې هېڅوک حق نه لري له اجازې پرته د افغانستان له پولو ووځي او په دې برخه کې به له قاچاقبرانو او سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
د نیمروز د پولیسو قوماندانۍ ویاند ویلي چې په دې عملیاتو کې یې د ۱۸ کسانو د ناقانونه وتلو مخه نیولې او د تورنو کسانو اړوند ۲ موټر او ۴ موټرسایکلونه هم ضبط شوي دي.
ټیګونه