بلوچستان کې ۱۰۳ افغان کډوال نیول شوي
Sep 23, 2026 15:32 Asia/Kabul
پاکستاني امنیتي ځواکونو د بلوچستان په دانا سر بایپس سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ افغان اتباع نیولي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، نیول شوي افغانان د قانوني اقداماتو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغو کسانو د انسان قاچاقبرانو له لارې د پاکستان، ایران او اروپا پر لور د تګ هڅه کوله.
امنیتي سرچینو زیاته کړې چې په یوه اوونۍ کې د نیول شویو ناقانونه، مېشتو افغانانو شمېر ۱۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
ټیګونه