د حقانی ترهګری ډلې افغانستان د امریکایی –کاناډایی جوړې پر وژلو وګواښه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i23656-د_حقانی_ترهګری_ډلې_افغانستان_د_امریکایی_کاناډایی_جوړې_پر_وژلو_وګواښه
د ایرنا د راپور په اساس، حقانی ترهګری ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان حکومت وګواښه چې که د دغه ډلې مرستیال انس حقانی خوشی نکړائ شو نو دوئ به هغه امریکایی –کاناډایی جوړه، چې د دوئ په اسارت کښې ده، ووژنی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 01, 2016 16:44 Asia/Kabul
  • د حقانی ترهګری ډلې افغانستان د امریکایی –کاناډایی جوړې پر وژلو وګواښه

د ایرنا د راپور په اساس، حقانی ترهګری ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان حکومت وګواښه چې که د دغه ډلې مرستیال انس حقانی خوشی نکړائ شو نو دوئ به هغه امریکایی –کاناډایی جوړه، چې د دوئ په اسارت کښې ده، ووژنی.

یوه امریکایی میرمن کټلان کولمن او د هغې کاناډایی خاوند جوشا بویلی په دوه زره دولسم میلادی کال کښې د طالبانو په لاس نیول شوی وو.

د حقانی ډلې دغه ګواښ په داسې حال کښې ده چې د افغانستان محکمې د دغه ترهګرې ډلې د یوه  قومندان انس حقانی د اعدامولو حکم صادر کړی دی.

انس حقانی کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کښې نیول شوی ؤ.

ځینو سرچینو ویلی چې هغه د حقانی ډلې له تجهیزاتی او مالی تامینونکو څخه دی.