افغان چارواکو په حسینی عزادارانو شوې حمله په کلکه وغندله
Nov 21, 2016 15:24 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف، اجرائیه رئیس عبدا... عبدا... او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کابل وروستۍ انتحاری حمله په سختو ټکو غندلې ده.
ارګ مانۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلی چې په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکو او عبادت کوونکو باندې برید یو نه بخښونکی عمل او د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو هڅه ده.
د افغانستان اجرائیه ریاست بیا د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د افغانستان د دښمنانو دا کړنه په هېڅ دین او قانون کې د توجیه وړ نه ده او دغه کار یې جنایت بللی دی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزی له دفتره هم خپره شوې خبرپاڼه کې یاده پېښه په سختو ټکو غندل شوې ده.
افغان امنیتی چارواکی وایی چې د کابل په باقرالعلوم جومات کې د نن ورځې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ټیګونه