دکډوالو په باب دکابل حکومت سیاست دکډوالو دچارووزارت کار دی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i40722-دکډوالو_په_باب_دکابل_حکومت_سیاست_دکډوالو_دچارووزارت_کار_دی_.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، دافغانستان دولسمشرۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دکډوالو په باب دافغان ولسمشر اشرف غني له قوله دځينو خبرونو د خپریدو په باب وویل، ولسمشر په همداوروستیو کې دکډوالو په باب داسې هیڅ خبره نه ده کړې، او افغان کډوالو په باب دحکومت سیاست د دغه هیواد د کډوالو دچارو وزارت ټاکي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2017 12:15 Asia/Kabul
  • دکډوالو په باب دکابل  حکومت سیاست دکډوالو  دچارووزارت کار دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ ، دافغانستان دولسمشرۍ مرستیال ویندوي شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې په خبري غونډې کې دکډوالو په باب دافغان ولسمشر اشرف غني له قوله دځينو خبرونو د خپریدو په باب وویل، ولسمشر په همداوروستیو کې دکډوالو په باب داسې هیڅ خبره نه ده کړې، او افغان کډوالو په باب دحکومت سیاست د دغه هیواد د کډوالو دچارو وزارت ټاکي .

 ځینو بهرنیو رسنیو    داشرف غني  له قوله    له ایرانه   دافغان کډوالو  دویستلو په بڼه کې  دایران او افغانستان  ترمینځ  دتجارتي مبادلاتو دغوڅيدو پهباب  یوخبر خپور کړی .

 دافغانستان   دولسمشر  مرستیال  ویندوي  په دې باب وئيلی دي ،  دکډوالو د چارو  په باب دملی وحدت حکومت سیاست  دافغانستان دکډوالو دچارو  له  وزارت سره  اړونده  دی .

 په ایران کې کابو درې میلیون افغان  کډوال ژوند کوي  چې  په هغو کې کابو نیم  په غیر قانونی  توګه  دیره دي  او له دې سره سره ،    په ایران کې  دغیر قانونی اوسیدونکو  کډوالو دبچیانو دزده کړو لپاره  هم لازمې آسانتیاوې برابرې شوي دي .  دایران د اسلامی  ایران ولسمشر حسن روحاني   هم  په ایران کې دافغان کډوالو دپر قانوني اقامت ټينګار کړی دی .