په افغانستان کې په زوره وادول زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i41854-په_افغانستان_کې_په_زوره_وادول_زیات_شوی_دی
د افغانستان د پژواک خبری اژانس له راپور سره سم په هلمند کې په زور یوه واده شوې او بیرته طلاقه شوې میرمن وایی چې د خپلو پنځو ماشومانو د ساتنې مسوولیت لری، د ګټې یې څوک نشته او ډېری وخت د شپې په لوږه ویده کېږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2017 14:43 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په زوره وادول زیات شوی دی

د افغانستان د پژواک خبری اژانس له راپور سره سم په هلمند کې په زور یوه واده شوې او بیرته طلاقه شوې میرمن وایی چې د خپلو پنځو ماشومانو د ساتنې مسوولیت لری، د ګټې یې څوک نشته او ډېری وخت د شپې په لوږه ویده کېږی.

په زور ودول په دې معنى دی چې یوه ماشومه له رضایت پرته بل چاته په نکاح ورکړل شی او ددې کار د منلو لپاره زور پرې وشی او دغه مسله په افغانستان کې ډیره شوې ده.

په ډیرو پیښو کې کم عمره نجونی د پیسو په بدل کې سپین ږیرو ته ورکول کیږی چې دا یو ډول انسانى قاچاق دى او ډیرى قربانیان یې هم کم عمره نجونې دی.

د افغانستان په هلمند ولایت کې یوه میرمن د همدې ډول پېښو قربانی شوې ده.

دغه مېرمن بصیره نومېږی، ٣٢ کاله عمر لری او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په یوه زاړه کور کې له خپلو پنځو ماشومانو سره د بېوزلۍ ورځې شپې سبا کوی.

 

هغې وویل چې له واده وروسته یې هېڅ ښه ورځ نه ده لیدلې او تل به یې خاوند ورسره بد سلوک کاوه.

بصیره وایی چې څو ځلې یې د ځان وژنې هڅه کړې خو بچی یې سترګو ته درېدلی او له دغه کاره لاس پر سر شوې ده.

 

بصیره وایی چې درې کاله وړاندې له خاوند سره محکمې ته ولاړه او هلته یې خاوند طلاق ورکړ خو ماشومان یې دې ته پرېښودل او خاوند یې ترې کلی ته ولاړ.

 

بصیره وایی چې خپلې ستونزې یې له ټولو اړوندو ارګانونو سره شریکې کړې دی خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

 

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ښځو چارو رییسې جمیلې نیازۍ پژواک ته وویل چې بصیره خپله ستونزه د ټیلېفون له لارې له دوی سره شریکه کړې ده.

هغې وویل چې نا امنی، بېوزلی او ناپوهی د دغه ډول اجباری ودونو لامل کېږی چې بیا ښې پایلې نه لری.

هغې له قومی مشرانو او ملا امانو غوښتنه وکړه چې د اجباری ودونو د مخنیوی په برخه کې جدی هلې ځلې وکړی.

 

.