له افغان کډوالو سره داسلامی ایران خدمتونه بې مخینې دي .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i42368-له_افغان_کډوالو_سره_داسلامی_ایران_خدمتونه_بې_مخینې_دي_.
ایسنا خبري آژانس راپورورکړی په ایران کې دافغانستان سفیر نصر احمد نور نن دایران په مرکز یزد کې دافغانستان پيژندنې ملی سمینار په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، هغه خدمتونه چې په ایران کې کډوالو ته وړاندې کیږي ، په ایران کې دنړۍ د خلکو په وړاندې دمسئولیّت احساس او د دوستۍ دغوره روحیې دشتون ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2017 15:32 Asia/Kabul
  • له افغان کډوالو سره داسلامی  ایران  خدمتونه  بې مخینې  دي .

ایسنا خبري آژانس راپورورکړی په ایران کې دافغانستان سفیر نصر احمد نور نن دایران په مرکز یزد کې دافغانستان پيژندنې ملی سمینار په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، هغه خدمتونه چې په ایران کې کډوالو ته وړاندې کیږي ، په ایران کې دنړۍ د خلکو په وړاندې دمسئولیّت احساس او د دوستۍ دغوره روحیې دشتون ښودنه کوي .

 احمد نور  دکډوالو دقانوني تګ راتګ لپاره دمجوز  صادریدا  په ایران کې  دافغان کډوالو او دافغان حکومت یوه غوښتنه   وبلله او وې ویل ،  د دغه مجوز صادریدا   به دایران او افغانستان د دوو ملتونو  داړیکو په پیاوړي کولو  او دسرحدونو دامنیت دپیاوړي کولو  او داقتصادپه پراختیا کې  مهم رول  ولري .

  هغه همداراز   دایران اوافغانستان د دوو ملتونو  تاریخ ،کلتور او تمدن  د دواړوهیوادنو مشترک ټکي وبلل او زیاته ئې کړه ، ایران اوافغانستان  دیوه بل بشپړونکي دي او افغانستان پيژندنه   دایران پيژندنې په معنا ده .

  دافغانستان  پيژندنې  څلور ملی سیمنار  نن  په یزد کې   په ایران کې د دیره افغان شخصیتونو ،  دملګروملتو  او ولایتي مسئولانو په شتون سره ترسره شو . د دغه  سمینار دترسره کیدا موخه  له خپل وطن سره دافغان کډوالو د دوهم او دریم نسل پيژندګلوي ، دعلمي اوهنري  فعالیتونو پراختیا اوخپل وطن ته پخپلې خوښې دبیرته  ستنیدو  دانګیزې دپیاوړي کولو لپاره دافغان  زده کونکو دتاندوالي زیاتول اعلان شوي  دي .