له افغان کډوالو سره داسلامی ایران خدمتونه بې مخینې دي .
ایسنا خبري آژانس راپورورکړی په ایران کې دافغانستان سفیر نصر احمد نور نن دایران په مرکز یزد کې دافغانستان پيژندنې ملی سمینار په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، هغه خدمتونه چې په ایران کې کډوالو ته وړاندې کیږي ، په ایران کې دنړۍ د خلکو په وړاندې دمسئولیّت احساس او د دوستۍ دغوره روحیې دشتون ښودنه کوي .
احمد نور دکډوالو دقانوني تګ راتګ لپاره دمجوز صادریدا په ایران کې دافغان کډوالو او دافغان حکومت یوه غوښتنه وبلله او وې ویل ، د دغه مجوز صادریدا به دایران او افغانستان د دوو ملتونو داړیکو په پیاوړي کولو او دسرحدونو دامنیت دپیاوړي کولو او داقتصادپه پراختیا کې مهم رول ولري .
هغه همداراز دایران اوافغانستان د دوو ملتونو تاریخ ،کلتور او تمدن د دواړوهیوادنو مشترک ټکي وبلل او زیاته ئې کړه ، ایران اوافغانستان دیوه بل بشپړونکي دي او افغانستان پيژندنه دایران پيژندنې په معنا ده .
دافغانستان پيژندنې څلور ملی سیمنار نن په یزد کې په ایران کې د دیره افغان شخصیتونو ، دملګروملتو او ولایتي مسئولانو په شتون سره ترسره شو . د دغه سمینار دترسره کیدا موخه له خپل وطن سره دافغان کډوالو د دوهم او دریم نسل پيژندګلوي ، دعلمي اوهنري فعالیتونو پراختیا اوخپل وطن ته پخپلې خوښې دبیرته ستنیدو دانګیزې دپیاوړي کولو لپاره دافغان زده کونکو دتاندوالي زیاتول اعلان شوي دي .