په افغانستان کښې د حقاني ډلې نهه ترهګر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46346-په_افغانستان_کښې_د_حقاني_ډلې_نهه_ترهګر_هلاک_شول
د افغانستان دفاع وزارت د حقاني ترهګرې ډلې د نهه کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 30, 2017 15:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د حقاني ډلې نهه ترهګر هلاک شول

د افغانستان دفاع وزارت د حقاني ترهګرې ډلې د نهه کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د شینهوا د رپورټ له مخې د افغانستان دفاع وزارت په خبر پاڼه کښې څرګنده کړه:د حقاني د ترهګرې ډلګۍ څلور غړي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باراسپاري کلي کښې وژل شوي دي.

د دغې ډلې پنځه نور ترهګر هم په وردګ ولایت کښې په چاک سیمې باندې د افغانستان د پوځ په هوايي حمله کښې ووژل شول.

حقاني ترهګره ډله زیاتره د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کښې فعالیت کوي.

دغه ډله د افغانستان د حکومتي ځواکونو خلاف د ګڼو حملو مسئوله ده.