د افغانستان ولسمشر پاکستان ته د سفر بلنه رد کړه
May 04, 2017 03:06 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ویلي چې اشرف غني پاکستان ته د سفر لپاره د دغه هیواد د چارواکو بلنه نه ده منلې.
هغه وویل: د افغانستان ولسمشر د پاکستاني پلاوي په کتنه کښې دغه هیواد ته د تګ د بلنې په ردولو سره وویل: زه به هله پاکستان ته ځم چې دغه هیواد د مزار شریف، په کابل کښې پر امریکايي پوهنتون او د قندهار د حملو مسئولان افغانستان ته راوسپاري او په پاکستان کښې د موجود افغان طالبانو خلاف عملي او جدي اقدام وکړي.
له بلې خوا د پاکستان خارجه وزارت او پوځي چارواکو د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا له پاکستانه د کتنې د بلنې د ردیدو په هکله هیڅ نه دي ویلي.
پاکستان تل ادعا کوي چې د دغه هیواد خاور د افغانستان په شمول د هیڅ کوم هیواد خلاف نه کاروله کیږي.
ټیګونه