د افغانستان ګوندونو او مجاهدینو د ولسمشر مشورتي غونډې بایکاټ کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i47464-د_افغانستان_ګوندونو_او_مجاهدینو_د_ولسمشر_مشورتي_غونډې_بایکاټ_کړې
په کابل کښې د وروستیو سیاسي شخړو له زیاتیدو او پر اشرف غني د جهادي مشرانو د نیوکو له سختیدو وروسته ځینو ګوندونو د افغانستان د ولسمشر مشورتي غونډې بایکاټ کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2017 11:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان ګوندونو او مجاهدینو د ولسمشر مشورتي غونډې بایکاټ کړې

په کابل کښې د وروستیو سیاسي شخړو له زیاتیدو او پر اشرف غني د جهادي مشرانو د نیوکو له سختیدو وروسته ځینو ګوندونو د افغانستان د ولسمشر مشورتي غونډې بایکاټ کړې.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ساتنې او ثبات د شورا ویاند وویل: د اشرف غني مشورتي غونډې سیمبولیکې او له محتوا تشې وې او یوازې تبلیغاتي اړخ یې درلود.

مسعود ترشتوال زیاته کړه: د افغانستان د ساتنې او ثبات شورا غړو هم د مشورتي غونډو بایکاټ کړی دی.

د افغانستان د (نوې ملي جبهې) مشر انوالحق احدي هم د دغه هیواد د ولسمشر د مشورتي غونډو په بایکاټولو سره وویل: اشرف غني په دغو غونډو کښې د سیاسي ګوندونو په مشورو سترګې پټوي او یوازې په رپورتونو بسنه کوي.

د افغانستان د ښځو د اجتماع مسئولې فتانه اسحاق ګیلاني هم وویل چې اشرف غني له ځانه یو ډیکټاټور جوړ کړی دی او د لویدیځ غیږې ته یې پناه وړې ده او په افغانستان کښې د ملي ګټو د تامینولو، د جنګ د ختمولو او د امنیت تامینولو لپاره هیڅ طرحه نه لري.

هغې زیاته کړه چې نه یوازې جهادي مشران بلکې د افغانستان عامه خلک هم د خپل ولسمشر له کړچاره خوابدي دي.