د بغداد په دهشتګردانه حملو کښې د سرتاوانونو شمېر زیات شو
May 20, 2017 03:18 Asia/Kabul
عراقی سرچینو وویل په بغداد کښې په بېګانو دهشتګردانه حملو کښې د وژل شوی کسانو دیارلسو ته ورسېد او پینځلس نور ژوبل شول.
له دې مخکې عراقی سرچینو د سرتاوانونو شمېر یولس تنه اعلان کړے ؤ.
ترهه ګرو بېګا د بغداد په جنوب کښې په ابو دشیر سیمه کښې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته کړې.
داعش ترهه ګرې ډلې نن سهار وختی په یوه خبرپاڼه کښې د دغو چاودنو او همدارنګ د عراق په بصر کښې د چاودنې ذمه واری په غاړه واخېسته.
پرون د بصری د تېلو له مېدانونو سره نزدې یو ځان وژونکی ترهه ګر ځان وچاوۀ چې له کبله یې دوه فوځیان او یو شمېر عامه خلق ووژل شول.
ټیګونه