هندوستان خپل پوځي ځواکونه افغانستان ته لیږي
Jun 03, 2017 03:06 Asia/Kabul
یوې پاکستاني رسنۍ ادعا وکړه چې ښايي هندوستان خپل پوځي ځواکونه افغانستان ته ولیږي.
د پاکستان آبزرور ورځپاڼې په لیکنه د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال له افغانستانه غوښتي دي چې په دې لړ کښې له نوي ډیلي څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړي.
د دغې ورځپاڼې په ادعا، دا خبره د ماسکو د امنیتي غونډې په ترڅ کښې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د اجیت دووال په وروستۍ کتنه کښې شوې ده.
د پاکستان آبزرور په لیکنه، د هندوستان د دفاع له څيړنیزې موسسې څخه جنرال ګورمیټ کانوال هم واشنګټن ته تللی څو افغانستان ته د خپل هیواد د پوځیانو د احتمالي لیږد زمینه برابره کړي.
ټیګونه