په کابل کښې مظاهره کوونکو ته د افغان امنیتی چارواکی خبردارے
د کابل ښار د امنیت ساتنې قوماندان مظاهرچیانو ته خبردارے ورکړ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ او سفارتی سیمو ته له نزدې کېدو دې ډډه وکړی.
د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د بدلون غورځنګ مظاهرې نن په کابل کښې له ماسپښینه وروسته شروع شوې او پولیسو د ښار مرکز ،منطقه سبز او وزیر اکبر خان ډېپلومېټ مېشته سیمې ته تلونکې لارې تړلې دی.
دغه مظاهرې د بلخ د والی عطامحمد نور او د افغانستان لپاره د بدلون د درې ګونی ائتلاف له ګواښه وروسته جوړې شوې.
احتجاج کوونکو ګواښ وکړ چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به مظاهرو ته دوام ورکړی.
د کابل ښار د امنیت ساتونکی قوماندان خبردارے ورکړ چې له خلاف ورزی کوونکو سره به جدی چلند وکړی.
په تېره میاشت کښې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کښې د داعش له ترهه ګرې حملې وروسته چې په لسګونو کسان پکې ووژل شول خلقو د امنیت په ساتنه کښې د حکومت په ناتوانۍ باندې په اعتراض کښې پراخه مظاهرې کړې وې.
دغه مظاهرې د افغان امنیتی ځواکونو لخوا وځپلې شوې او په ډزو کښې درې احتجاج کونکی وژل شوی او تقریباً شل تنه نور هم زخمیان شوی وو