په افغانستان کښې شپږ پنځوس ترهه ګر ووژل شول
Jul 03, 2017 11:21 Asia/Kabul
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې شپږ پنځوس ترهه ګر ووژل شول.
له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع د وزارت مطبوعاتی دفتر په یوې خبرتیا کښې وویل: دغه عملیات په تېر شواروز کښې په ننگرهارNangarhar ، کنړKunar ، کاپیسا Kapisa، پکتیا ، Paktia،خوستKhost، غزنی Ghazni، قندهارKandahar ، ارزگان Urozgan، فراه ، غور ، قندوز Kunduz، فاریاب Faryab، تخار ، بلخ او هلمند ولایتونو کښې ترسره شول چې پکې پینځه دېرش نور ترهه زخمیان شول.
د داعش دوه سرغنه او پینځویشت طالب ځواکونه په وژل شویو کسانو کښې شامل دی.
په دغو عملیاتو کښې زیات شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه کشف شول خو دافغان امنیتی ځواکونو د احتمالی سرتاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
ټیګونه