افغانستان له نشه ایزو موادو سره په جدی مبارزې تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51764-افغانستان_له_نشه_ایزو_موادو_سره_په_جدی_مبارزې_تاکید_وکړ
د افغانستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې وزیرې له دغې سپېرې ښکارندې سره په سختې مبارزې تاکید وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2017 12:35 Asia/Kabul
  • افغانستان له نشه ایزو موادو سره په جدی مبارزې تاکید وکړ

د افغانستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې وزیرې له دغې سپېرې ښکارندې سره په سختې مبارزې تاکید وکړ

د افغانستان له نشه ایزو موادو سره د مبارزې وزیرې مېرمن سلامت عظیمی پرون په کابل کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د ملی وحدت د هفتې د پرانېستې په مراسمو کښې وویل: افغانانو ته پکار دی چې له دغې سپېرې ښکارندې سره په وحدت سره مبارزه وکړی.

همدارنګ د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی دویم مرستیال سرور دانش هم په دغه غونډه کښې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره د حکومت او نړیوالو ادارو  مختلفو پلانونو او لارو چارو ته د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

افغانستان په نړۍ کښې د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدوونکے او په اوس حال کښې په دغه هېواد کښې تقریباً درې میلین او شپږ لکه کسان په نشو اخته دی.

د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په  افغانستان کښې د نشه ایزو موادو کلنے تولید نهۀ زره ټنو ته رسېدلے دے.

امریکه او برطانیه له تېرو پینځلسو کلونو راهسې په افغانستان کښې په فوځی شتون سره په دغه هېواد کښې د نشه ایزو موادو په زیاتوالی کښې څرګند رول لری.