په افغانستان کښې د حقاني ډلې دوه ترهګر نیول شوي دي
Jul 13, 2017 15:40 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د دغه هیواد په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کښې د حقاني ترهګرې ډلې د دوو غړو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
د کابل نیوز ټیلیویژني چینل د رپورټ له مخې د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن اعلان وکړ چې د حقاني ترهګرې ډلې دغه دوه کسان د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د حقاني ډلې د دغو نیول شویو کسانو نومونه (رحمت ا...) او (نادر خان) اعلان کړي چې په ارګون بازار کښې یې د چاودنې نیت درلود.
د افغانستان په سویل ختیځ کښې پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونه د حقاني ترهګرې ډلې اصلي مرکز ګڼل کیږي.
ټیګونه