افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۰۴-۲۴
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52260-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۶_۰۴_۲۴
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو. له هر څه مخکې به د افغانستان او پاکستان ډېرو مهمو خبرونو ته یوه کتنه وکړوو او بیا به درته په دې اړه څو تحلیلی رپوټونه وړاندې کړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2017 06:32 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۰۴-۲۴

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو. له هر څه مخکې به د افغانستان او پاکستان ډېرو مهمو خبرونو ته یوه کتنه وکړوو او بیا به درته په دې اړه څو تحلیلی رپوټونه وړاندې کړوو.

په تېره هفته کښې د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف د استعفا لپاره د مخالفو ګوندونو د غوښتنې باوجود هغه تاکید وکړ چې په هیڅ ډول حالاتو کښې به استعفا ورنکړی. د جرمنی ولسمشر په یو ناڅاپه سفر کښې د افغانستان مزار شریف ښار ته لاړ. په اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان د تجارتی خبرو اترو دویم پړاو ترسره شو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو د زیاتولو لارې چارې وڅېړلې شوې. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په کابل کښې په یو اخباری کانفرنس کښې تاکید وکړ د دغه هېواد حکومت ذمه واری لری چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د هېرمند د اوبو معاهده عملی کړی. په تېره هفته کښې همدارنګ د افغانستان د مشرانو  جرګې د ډیورېنډ په فرضی کرښه کښې د پاکستانی پوله ساتونکو ځواکونو له پرمختګ څخه اندېښنه څرګنده کړه. د افغانستان د ملی آرشیف مشر هم په دغه هېواد کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له کلتوری مرکزه وغوښتل چې د افغانستان د ارزښتناکو خطی نسخو د تصحیح او مرمت لپاره دې فنی مرستې د دغې ادارې په اختیار کښې ورکړی او د پاکستان خلقو په تېره هفته کښې په اسلام آباد کښې په مظاهرو کولو سره د ترهه ګرۍ او کشمیر په شان مسائلو په اړه د امریکې له دوه رنګه سیاستونو څخه خپله کرکه او قهر څرګند کړ.

عزتمنو دوستانو د مطلب په دې برخه کښې هم د تېرې هفتې ځینې واقعاتو ته لا زیات ژور نظر کوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

په تېره هفته کښې د ایران او پاکستان د تجارتی خبرو اترو دویم پړاو په اسلام آباد کښې وشو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو د زیاتولو لارې چارې وڅېړلې شوې. د ایران د تجارت د ودې  د ادارې د صادراتی بازارونو د پراختیا مرستیال سرپرست میر هادی سیدی له پاکستان سره د تجارتی موافقې د لا زیات کارنده توب لپاره وټاکلې شوه دواړه خواوې په دغې موافقې کښې شامل د ترجیحاتوپه لېسټ کښې اضافه وکړی. هغه د دواړو خواو ترمېنځ د ازاد تجارت د برقرارۍ لپاره د تهران او اسلام آباد د موافقې خبر ورکړ او تاکید یې وکړ چې د روان کال تر آخره پورې به په دې باره کښې وروستۍ جمع بندۍ رامنځته شی. د ایران او پاکستان د تجارتی خبرو اترو وړومبے پړاو په 2016 کال کښې وشو چې هدف یې د ازاد تجارت  موافقه لیک ته رسېدل او د ترجیحی تجارت د موافقه لیک عملی کول وو چې په 2006 کال کښې لاس لیک شو. ایران او پاکستان له ګډو پولو نه علاوه د اقتصادی ملګرتیاو د تنظیم ایکو مهم غړی دی. د دې باوجود د دواړو هېوادونو د تجارتی ورکړو راکړو اندازه څه د پاسه یو میلیارډ او سل میلین ډالره ده چې د هغوی د تجارتی او پانګونې له ظرفیتونو سره مناسبه نده. په همدې وجه تهران او اسلام اباد کوشش کوی چې د ازاد تجارت د موافقه لیک په عملی کولو او د خنډونو په لرې کولو سره خپلې اقتصادی او تجارتی ملګرتیاوې زیاتې کړی. د ایران اسلامی جمهوریت د برېښنا، تېلو، ګېسو، د موټرو، قالینونو او کمبلو د صنعت په شان په ټولو برخو کښې د فنی او انجنئری  خدمتونو د صادرولو په زمینه کښې  زیاتې توانمنۍ لری چې د پاکستان ضرورتونه پوره کولې شی او د ایران او پاکستان د تجارتی او پانګونو د ملګرتیاو پراختیا په کال کښې تر پینځه میلیارډ ډالرو پورې د زیاتولو زمینه برابره کړی. د یو بل د مرکزی بېنکونو له لارې د دوه اړخیزوتجارتی معاملو ترسره کېدو او د تهران او اسلام اباد لخوا په ډالرو باندې د اسنادو د اعتباراتو د پرانېستو د اودرولو د تفاهم لیک په لاسلیکېدو سره دغه هدف حاصلول څه دومره ګران چاره نه ده. د پاکستان د سوداګرۍ د کوټو د  مشر ځاے ناستی ظفر بختاوری په دې باره کښې وویل:

«تهران او اسلام آباد په خپلو مېنځو کښې د تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره د ضروری او بنیادی سامانونو د ګمرکی ټېکسونو له کمولو، د بنیادی سامونونووړلو ، د صادراتی سامانونو کیفیت او معیار له اوچتولو نه علاوه پکار دی د سامانونو د قاچاق مخه هم ونیسی، ځکه چې د سامانونو قاچاق د پاکستان او ایران ترمېنځ تجارت ته سخت زیان رسوی او د مخنیوی ترټولو غوره لار یې  د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو رامنځته کول دی.»

کلتوری او دینی اشتراکاتو ته په پام سره د پاکستان د پوهنتونونو استادان هم له ایران سره د علمی او سائېنسی ملګرتیاو د پراختیا په ضرورت تاکید کوی. د پاکستان  قائداعظم نومې پوهنتونو د اېشیائی تمدن د موسسې مشر غنی الرحمان په دې باره کښې وائی:

«د ایران او پاکستان ظرفیتونو او توانمنیو ته په پام سره د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمېنځ د علمی،سائېنسی او کلتوری ملګرتیاو مضبوطیه او د ایران مختلفو ښارونو ته د پاکستان د محصیلینو د مختلفو ډلو د لېږلو د زمینې رامنځته کول پکار دی د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا د پراختیا ترټولو مهم محورونه وی.

په دې کښې شک نشته چې د ایران او پاکستان په شمول د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د تجارتی ملګرتیاو او پانګونې پراختیا د اسلامی نړۍ د مضبوطولو ترڅنګه له لویدیځو قوتونو سره د پاکستان د وابستګۍ د کمولو او  په بهرنیو تعلقاتو کښې د خپلواکو سیاستونو له غوره کولو سره مرسته کوی. یوه داسې موضوع چې د پاکستان د خلقو او سیاسی او رسانه ای ټولنو غوښتنه ده.

افغان ولسمشر یو ځل بیا د ایران له اسلامی جمهوریت سره د هیرمند سیند د اوبو د معاهدې د عملی کولو په ژمنه باندې تاکید وکړ. محمد اشرف غنی په کابل کښې په یو اخباری کانفرنس کښې وویل: افغان حکومت ذمه واری لری چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د هیرمن د سیند د اوبو معاهده عملی کړی.

په دې وروستیو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی وویل، تهران په ګاونډی هېواد کښې د کجکی، کمال خان او سلما په شان بندونو د جوړولو په وړاندې بې پامه نه شی پاتې کېدې. که څه هم محمد اشرف غنی په خپله وېنا کښې تاکید وکړ، اوبۀ د افغانستان د ملی ګټو برخه ده او د دغه هېواد له جغرافیا نه وروسته ترجیح لری خو د دوو اړخیزه معاهدې له مخې د هیرمند د سیند اوبه یوازې د افغانستان لپاره نه دی چې هغه د ملی میراث په توګه استعمال کړی بلکه د لاسلیک شوې معاهدې له مخې یې یوه برخه د ایران حق دے.

د هیرمند سیند د افغانستان د مرکزی سیمو له لوړو څخه سرچینه اخلی او د دغه هېواد په ختیځ کښې له 1100  کیلومیټرو په فاصلې پلې کولو سره ایران ته داخلیږی.دغه سیند د هامون تالاب د اوبو د پوره کولو او د کرهڼې، مالدارۍ او ښکار په روزګارونو باندې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د اویا فیصده خلقو د بوختیدو اصلی سرچینه ده.

افغانستان په دې وروستیو کلونو کښې د دغه سیند په لاره کښې د سلما بند په جوړولو، د ناجائزه نهرونو په کنلو او د اوبو د خپلې اصلی لارې په بدلولو سره د دې سبب شوے دے چې د هامون نړیوال تالاب اوچ شی او د سیستان او بلوچستان صوبې اویا زره کروند ګر او درې زره ښکاریان بې روزګاره شی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حقوقی مرستیالې مېرمن الهام امیرزاده په دې باره کښې وویل:

«د 1351 کال په موافقه لیک کښې د ایران لپاره د هیرمند د اوبو د حق اندازه په کال کښې 820 میلین میټر مکعب په نظر کښې نیولې شوې ده خو ګاونډی هېواد د اوبو دغه حق نه دے عملی کړے. د اوبو دغه حق ته نه پاملرنه او نه  احترام د اوچکلۍ، بې روزګارۍ او دوړو په شان اقتصادی،  روغتیائی او د ژوند د چاپېریال  مشکلات له ځان سره لرلی دی.»

 د ایران او افغانستان ترمېنخ د هیرمند د سیند د اوبو معاهده په 1351 هجری نمریز کال کښې لاسلیک شوه. د دغې معاهدې د پینځمې مادې له مخې افغانستان د دغه سیند په اوبو باندې له هغې اندازې نه زیاته چې په دغه معاهده کښې راغلې ده ادعا نه لری، حتی که زیاتو اوبو ته هم ضرورت ولری. تهران ته د ا فغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا د مشر عبدا... عبدا... په  وروستی سفر  کښې هغۀ د هیرمند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هجری نمریز کال د معاهدې په اړخیزه او پوره توګه عملی کېدو او په دې باره کښې د کارپېژندنې د منظمو غونډو په جوړولو تاکید وکړ. په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې ځینې مشکوکې ډلې په هدفمنه توګه کوشش کوی د دغه هېواد د اوبو د مدیریت او د نړیوالو قوانینو په بنیاد د معاهدې د برابرولو په شان عبارتونو څخه په استفادې سره د اوبو موضوع د تهران او کابل ترمېنځ په لانجه بدله کړی چې هیرمند سیند د تاریخ په اوږدو کښې د ایران او افغانستان د ټاټوبو په مختلفو برخو په آبادونه کښې بنیادی رول لرلے دے او د دواړو هېوادونو د خلقو کلتور او تاریخ له دغه سیند څخه تاثیر اخېستے دے. د ایران د اوبو د ډېپلومېسۍ د چارو کارپېژاندے محمد حسېن پاپلی یزدی په دې باوری دے:

«هیرمند یو تمدن جوړونکے سیند دے او د دغه سیند په برکت په لسګونو ښارونه او سلګونه ابادۍ جوړې شوی دی او په تاریخ کښې ځلېدلی دی او د سرخس، تجن، غوریان او هرات سیمو تمدن له دغه سیند نه بغېر په خپلو پښو نه شی اودرېدې.»

افغانستان ګاونډی  هېوادونو ته د اوبو ورکولو سرچینه ده او د جیحون، پنجاب، سېند، هیرمند او مرغاب په شان د ډېرو مهمو سیندونو سرچینه دے. دغه هېواد هیڅ وخت له ایرانه بغېر بل هڅ هېواد سره او هغه هم یوازې د هیرمند سیند په باره کښې معاهده نه لری. نو ځکه د اوبو د زمینو ګډه پراختیا او په پائېداره او موثره توګه د اوبو د سرچینو اداره کول نه یوازې د استعمالونکو په ګډون سره امکان لری بلکه د هغو عناصرو او ډلو د مداخلت مخنیونکی کیږی چې غواړی د اوبو مسئله د دواړو ګاونډی هېوادونو ترمېنځ په یو مشکل بدله کړی.

-------------