مسلمیار: د طالبانو خواخوږی دی تر عدلی تعقیب لاندی ونیول شی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i52600-مسلمیار_د_طالبانو_خواخوږی_دی_تر_عدلی_تعقیب_لاندی_ونیول_شی
د افغانستان مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار نن د ځوانانو پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې په نظام کې دننه د طالبانو خواخوږی باید تر تعقیب لاندی ونیول شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2017 15:58 Asia/Kabul
  • مسلمیار: د طالبانو خواخوږی دی تر عدلی تعقیب لاندی ونیول شی

د افغانستان مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار نن د ځوانانو پارلمان ته د وینا پر مهال وویل چې په نظام کې دننه د طالبانو خواخوږی باید تر تعقیب لاندی ونیول شی.

د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې نوموړی وویل چې هغه کسان باید تر عدلی تعقیب لاندی ونیول شی چې په نظام کې دننه دی خو تبلیغات د طالبانو په ګټه کوی.

نوموړی وویل چې په نظام کې دننه ځینی کسان د طالبانو مشر او د هغه د زوی قربانی د ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام د قربانۍ سره تشبیه کوی، دغه کسان باید ونیول شی او محکمو ته وسپارل شی. او زیاته یې کړه چې ګیله می د هیواد د دینی عالمانو څخه کیږی، چې پر دغه موضوع غبرګون نه ښیی.