په کابل کښې سختې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل د لویدیځ په چاودنه کښې لږ تر لږه د دېرشو تنو د وژل کېدو او پنځوس تنو د زخمی کېدو خبر ورکړ.
د افغان غږ آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې دغه چاودنه چې د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائی مشر د مرستیال محمد محقق له کور سره نزدې د کابل په شیعه مېشته سیمه کښې رامنځته شوه د مقناطیسی بم له امله وه. د کابل د شیعه مېشته سیمې اکثر اوسېدونکی هزاره دی.
د دغه رپوټ له مخې د یو موټر سورلۍ د دغې چاودنې هدف وې خو تر اوسه د دغه موټر د سورلو د هویت او شمېر په اړه څه خبر نه دے خپور شوے.
د چاودنې ځاے ته د زیاتو اېمبولېنسونو لېږل د زیاتو ښاریژو د وژل کېدو او ژوبلېدو ښودنه کوی. د چاودنې له ځاے څخه لږ تر لږه سل مېټرۍ پورې د کورونو او ودانیو شېشې ماتې شوې دی.
له بلې خوا تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د طالب ډلې یو ویااند ذبیح ا... مجاهد د کابل د چاودنې د ذمه وارۍ په قبلولو سره د دغې چاودنې هدف د افغانستان د ملی امنیت د کارکوونکو دوه وېګنونه اعلان کړ.
او ادعا یې وکړه چې په دغه چاودنه کښې اوۀ دېرش حکومتی کارکونکی وژل شوی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د یوې بیانیې په جاری کولو سره د طالب ډلې دغه اقدام ترهه ګری بللې او په سختۍ سره یې وغندۀ. ویل کیږی چې د دغې چاودنې د سرتاوانونو د شمېر د زیاتېدو امکان شته.