په کابل کښې د عراق د سفارت دوه امنیتی محافظان ووژل شول
Jul 31, 2017 14:13 Asia/Kabul
په کابل کښې د عراق په سفارت باندې په ننۍ ترهه ګره حمله کښې دوه امنیتی محافظان ووژل شول.
له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مطبوعاتی دفتر وویل: نن سهار په کابل کښې د عراق په سفارت باندې د وسله والو یرغلګرو په حمله کښې د دغه سفارت دوه امنیتی محافظان ووژل شول.
د څلورو واړو وسله والو یرغلګرو په وژل کېدو سره په کابل کښې د عراق په سفارت کښې نښته ختمه شوه.
داعش ترهه ګرې تکفیری ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.
ټیګونه