د کابل په ترهه ګره حمله کښې د عراق سفیر ژوبل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53134-د_کابل_په_ترهه_ګره_حمله_کښې_د_عراق_سفیر_ژوبل_شو
په افغانستان کښې یوې امنیتی سرچینې په کابل کښې د عراق په سفارت باندې په ترهه حمله کښې د عراق د سفیر د حالت د سختووالی خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2017 15:43 Asia/Kabul
  • د کابل په ترهه ګره  حمله کښې د عراق سفیر ژوبل شو

په افغانستان کښې یوې امنیتی سرچینې په کابل کښې د عراق په سفارت باندې په ترهه حمله کښې د عراق د سفیر د حالت د سختووالی خبر ورکړ.

اېرنا خبری اژانس د یوې امنیتی سرچینې په نقل سره چې غواړی نوم یې فاش نه شی په دغه  حمله کښې همدارنګ د عراق د سفیر د مرستیال د ژوبلېدو هم خبر ورکړ.

په افغانستان کښې د عراق سفیر فرزدق زهیرالغلا څه کم یوه میاشته مخکې د موصل له ازادېدو نه وروسته په کابل کښې خبریالانو ته وویل: د داعش ترهه ګره ډله چې په هر هېواد کښې شتون ولری د بشریت ګډه دښمنه ده.