دافغانستان دنجات ائیتلاف پرحکومت دسیاسی دباؤنودزیاتولوپه خاطرجوړشوی دی
دافغانستان دسیاسی چارو یوه کارپوه اوتکړه شناندی صدیق ا...توحیدی پرون مازدیګر په کابل کې دمونږ له خبریال سره په خبرو کې ووئیل د افغانستان د نجات دلوړې شورا ائیتلاف غړو وئیلی دی ، چې دافغانستان دنظام دنسکورولو نیّت نه لری ،بلکې دکابل حکومت اونظام په اصلاح پسې دی .
دافغانستان دغه تکړه خبریال په دې باب چې د دغه ائیتلاف له غړو غوښتل شوی دی ، په پیل کې له حکومتی څوکیو څنګة شی اوبیا د دغه ائیتلاف غړیتوب غوره کړی ، زیاته کړې ، داسې نه ښکاری چې دغه چاره سر ته ورسیږی .
هغه دغه راز ووئیل دا خطره شته چې که دغه کسان خپلې حکومتی څوکۍ پریږدی ،نو ممکنه ده دهغوی دسیاسی فعالیتونو لپاره ډګر لازیات تنګ شی .
صدیق ا... توحیدی ووئیل له دې ورتیر ، افغانستان له هغو ترهه ګرو ډلو سره په جنګ بوخت دی چې دغه هیواد ،حکومت او درستې سیاسی ډلې ټپلې ګواښی ،له دې امله نوی ائیتلاف به د لازیاتو سختو سیاسی اوپوځی کشمکشونو په ډګر د افغانستان دبدلولو لپاره هڅه وی .