د افغانستان په پائېتخت کښې درې طالب عناصر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i54022-د_افغانستان_په_پائېتخت_کښې_درې_طالب_عناصر_ونیول_شول
د افغانستان امنیتی ځواکونو په کابل ښار کښې درې طالب عناصر ونیول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 10:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پائېتخت کښې درې طالب عناصر ونیول شول

د افغانستان امنیتی ځواکونو په کابل ښار کښې درې طالب عناصر ونیول.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملی امنیت ادارې نن په یوې بیانیه کښې وویل: په کابل ښار کښې نیول شوی کسانو په دغه ښار کښې ترهه ګرعملیات ترسره کول غوښتل.

د افغانستان د ملی امنیت د ادارې په بیانیه کښې راغلی دی د دغو دریو طالب عناصرو په نیولو سره په کابل ښار کښې د څور ترهه ګرو عملیاتو مخنیوے وشو.

په تېرو دوو میاشتو کښې د وزیر اکبر خان ډېپلومېټ مېشته سیمې په شمول د کابل ښار په مختلقو سیمو کښې د پرله پسې ترهه ګرو چاودنو له امله په سلګونو تنه مړۀ او ژوبل شول.